د کابل لسمې حوزې په سیمه کې غرمه مهال کابو دولس بجې چاودنه وشوه.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې یوه ځانمرګی بریدګر د کونټر پارټ دفتر مخې ته ځانته چاودنه ورکړې او نور بریدګر دفتر ته د ننه شوي دي.
د یاد وزارت ویاند، نصرت رحیمي وايي اوس مهال بریدګر د ځانګړو ځواکونو لخوا کلابند شوي دي.
دی زیاتوي د کونټر پارټ دفتر ۱۵۰ کارکوونکي د ځانګړو ځواکونو لخوا خوندي ویستل شوي.
ښاغلی رحیمي زیاتوي چې یاد ځواکونه هڅه کوي تر څو په دفتر کې پاتي کارکوونکو ته د زیان له رسېدو پرته بریدګر له منځه یوسي.
په همدې حال کې روغتیايي چارواکي وايي له پېښې ۹ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
همداراز سیمه کې د طلوع نیوز خبریاله، انیسه شهید وايي اوس مهال سیمې ته ژغورن ګاډي او د ور وژنې موټر رسېدلي دي.
طالبانو د برید مسوولیت منلی.