د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې ۱۶ طالب وسلهواول وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپيان دي.
په فراه ولایت کې د ظفر قول اردو د دوهمې لوا مطبوعاتي مسوول، حشمت الله احمدي وايي سلکونو طالب وسلهوالو د یاد ولایت د پشت رود ولسوالۍ په ګجګین، تپه شېران او تپه مادهګانو سیمو کې بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو لخوا په شا وتمبول شول.
ښاغلی احمدي وايي د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې طالبانو ته درنه مرګ وژبله واوښته.
دی وړاندې وايي په سیمه کې له طالبانو دوه کړۍ ماینونه هم پاتې شوي وو چې د افغان ځواکونو لخوا شنډ شول.
د فراه کې د پوځ مسوولین وايي چې په دې نښته کې یوه افغان سرتېري هم ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان دی.
طالبانو دا ادعا نه ده منلې.