نن (چهارشنبې، د وږي ۱۵مه) له غرمې وروسته په تورخم بندر کې د اسلامي امارت او پاکستان د پولهساتو ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون په یوې خبرپاڼه کې د دې پخلی کړی چې نن په تورخم کې د اسلامي امارت او د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور د اطلاعاتو امر قریشي بدلون په یوې خبرپاڼه کې، د تورخم ښارګوټي کې د اسلامي امارت او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښتې پخلی کوي او په وینا یې، لومړی پاکستاني لوري ډزې کړي او دا مهال جګړه درېدلې ده.
ښاغلی بدلون زیاتوي نښته نن غرمه مهال هغه وخت رامنځته شوه چې افغان لوري د پوستو په جوړولو بوخت و او دا چاره د پاکستاني لوري له غبرګون سره مخ شوه.
نوموړی زیاتوي چې تر اوسه د احتمالي ځاني او مالي زیانونو په اړه جزیات په واک کې نشته.
بلخوا کورنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې وايي چې دغه نښته لومړی د پاکستاني ځواکونو له خوا پېل شوه او د اسلامي امارت ځواکونو ځوابي ډزې کړې دي.
خو ځینې سرچینې طلوعنیوز ته وایي چې په دغه نښته کې دواړو لورو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي او د تورخم بندر هم له نښتې وروسته په بشپړه توګه د تګ راتګ پر مخ تړل شوی دی.