د اسیا فوټسال اتلولۍ سیالیو د پیل په درشل کې، د هېواد د ۲۰ کلنو فوټسال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره کابل کې خپل تمرینات پیل کړل.
ټاکل شوې ده چې د هېواد ملي لوبغاړي له یو میاشتې په کم وخت کې د اسیا فوټسال اتلولۍ سیالیو کې د حضور لپاره ایران ته سفر وکړي.
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې روزونکی رازق ممرک وايي چې دغه تمرینات د یوې میاشتې لپاره دي او په دغې موده کې به د هېواد لوبغاړي د اسیا اتلولۍ سیالیو لپاره بشپړ چمتووالی ولري.
د اسیا اتلولۍ سیالۍ به یو میاشت وروسته د څو اسیايي هېوادونو له حضور سره په ایران کې ترسره شي.
افغانستان د دغو لوبو په الف ډله کې د ایران او هانګ کانګ له لوبډلو سره همډلې دي.