د هېواد د فوټسال تر شلو کلنو کم عمره ملي لوبډلي په یوه دوستانه لوبه کي د جاپان لوبډلې ته چي دري ځلې يي د اسیا قهرماني تر لاسه کړې ۳ د ۴ پر وړاندي ماتي ورکړه.
د افغانستان لپاره ګولونه ظاهر صادقي، حمید حسیني، فرزادمحمودي او داود یوسفي وهلي، دغه افغان لوبغاړو خپلو جاپاني سیالانو ته وښودل چي دوی له لوړ او قوي مورال څخه برخمن دي .
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې لوی شهکار وکړ؛ د هېواد د فوټسال ملي لوبدلې د آسیا د ملتونو جام له پيلدو مخکې د جاپان لوبډلې ته چې د آسیا اتله لوبډله ده ؛ په یوې دوستانه لوبه کې درې پر څلور ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره ظاهر صادقي، حمید حسیني، فرزاد محمودي او داود یوسفي ترسره کړل.
د هېواد د ملي لوبډلې روزونکی رزاق ممرک د لوبغاړو لوبه ستایي او په آسیایي لوبو کې د ملي لوبغاړو روحیه لوړه بولي.
د آسیا تر شل کلنو د کم عمره فوټسال اتلولۍ سیالۍ د غبرګولې په پنځه ویشتمه د ایران په تبریز ښار کې ترسره کیږي چې افغانستان په الف ګروپ کې له ایران او هانکانګ لوبډلې سره په یوه ګروپ کې ده.