د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وايي، په تورخم کې د هغو افغان کډوالو لپاره چې له پاکستانه را اړول شوي، د ۲۵ کورونو جوړولو پروژه ۸۰ سلنه پرمخ تللې ده.
د کرېکټ د ملي لوبډلې دغه لوبغاړی زیاتوي، هېواد ته د راستانه شویو کډوالو لپاره د ۲۵ کورونو ترڅنګ یو جومات، یو روغتیايي مرکز او یو کتابتون هم په پام کې نیول شوی، چې ډېر ژر به ورته چمتو شي.
ښاغلي شهیدي تېر زیږیز کال له پاکستانه افغانستان ته د را اړول شویو کډوالو لپاره د مرستو راټولولو یو نړۍوال کمپاین پېل کړ.
تر دې وړاندې هم د بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کرېکټ او ووشو يو شمېر نورو لوبغاړو له پاکستانه ايستل شويو کډوالو سره د مرستې په موخه خپل معتبر مډالونه پلورلي وو.
په دې اړه مو اندونه