افغان سیاستوالو چې پاکستان کې د افغان سولې په اړه په دوه ورځنۍ غوڼډه کې ګډون کړی وو، وايي چې د پاکستان حکومت مشرتابه هغوی ته ډاډ ورکړی چې د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل او همدارنګه د اوربند په اړه به له طالب مشرانو سره خبرې وکړي.
دغه سیاستوال وايي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له هغوی سره په لیدنه کې منلې چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان د مخکنیو حکومتونو سیاستونه ناسم وو او اوس د افغانستان په وړاندې د دغه په هېواد سیاستونو کې د پام وړ بدلون راغی دی.
د لاهور غونډې ګډونوال عبدالله قرلق وايي:«د پاکستان لومړي وزیر وویل چې موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې زموږ په نیت او اراده کې شک مه لرئ. او زیاته یې کړه موږ د سولې او ټیکاو او له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو لپاره هڅه کوو.»
د دې غونډې ګډونوال د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان همکارۍ ته د هیلې او وېرې له کړکۍ ګوري.
د لاهور غونډې ګډونوال لطیف نظري وویل:«د دې لپاره هیله شته چې پاکستان له افغانستان سره د نویو اړیکو د جوړولو غوښتونکی دی، وېره او اندېښنه دا ده چې شونې ده یو ځل بیا د هغوی په بهرني سیاست کې د تداوم سیاست د پام وړ وګرځي.»
دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان د شخړو کموالي لپاره د ډېورنډ پر کرښې هم خبرې شوي.
د لاهور غونډې ګډونوال عطامحمد نور څرګنده کړه:«راشئ جرأت وکړو او د ډیورنډ کرښې ستونزه حل کړو؛ ولاړ شو او د خلکو ارادې ته پاملرنه وکړو او یوه ټولپوښتنه وکړو.»
دا لومړی ځل و چې د لاهور یو څېړنیز مرکز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د سیاستوالو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د لیدنې کوربهتوب وکړ. که څه هم دې غونډه کې دواړو لوریو نظریات ورکړي، خو ګډونوال یې وايي، راتلوونکې کې به هم ورته ناستې دوام وکړي.