د دویمې شپې لپاره (یکشنبې د چنګاښ په ۳۰مه) ځينو مخابراتي شبکو په مزارشریف کې د هغه څه امله چې امنیتي ګواښونه یې بللي خپل خدمات بند کړي دي.
د بلخ سیمهيیزو چارواکو د دې کار په پایله کې په مزارشریف کې د افغان بې سیم، اتصالات، روشن او ام ټي ان مخابراتي شبکو نمایندګۍ مهرولاک کړې دي.
د بلخ ځايي چارواکي وايي تر هغې چې دغه مخابراتي شبکې ژمنه ونه کړي چې په ۲۴ ساعته توګه خدمات وړاندې نه کړي، اجازه به ور نهکړي چې فعالیت وکړي.
د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وویل:«د دغو شبکو دفترونه به هغه وخت پرانیستل شي چې دوی په لیکلې بڼه د بلخ د ولایت مقام او ریاست ته خپلې ژمنې وسپاري چې د تېر په څېر په څلرویشت ساعته توګه فعالیت وکړي.»
که څه هم په مزارشریف کې د مخابراتي شبکو استازي وايي د امنیتي ګواښونو له امله دې ته اړ شوي چې د شپې مهال خپل خدمات بند کړي خو د بلخ امنیه قوماندان وايي په دې اړه یې هېڅ شکایت نه دی ترلاسه کړی.
د بلخ امنیه قوماندان جنرال محمد اجمل فایز په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې دوی ته هېڅ ډول امنیتي ګواښ نه دی پېښ شوی او موږ ته یې نه دي ویلي چې موږ له ګواښ سره مخامخ یو. کهچېرې موږ ته یې خبر راکړی وای، موږ حتما امنیتي تابیه نیوله، که هر چېرته وای، خو موږ ته یې نه دي ویلي او موږ هم د هغه ګواښ په مطابق چې کړی مو وه د هغوی دفترونه مو مهرو لاک کړل.»
په دې لړ کې د مزارشریف اوسېدونکي وايي د مخابراتي شبکو د خدماتو په بندېدو له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د دوشنبې پر سهار (د چنګاښ په ۳۱مه) د مزارشریف یو ډېر شمېر د سلام مخابراتي شبکې څانګو ته ولاړل څو سیم کارټ وپېري.
د مزارشریف اوسېدونکی قدیر وايي:«خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شوي او ټولې اړیکې پرې دي او شېبه مخکې ما غوښتل چې د سلام یو سیمکارټ وپېرم خو مسوولانو وویل چې سیمکارټونه خلاص شوي دي.»
د مزارشریف اوسېدونکی خواجه شریف هم وايي:«په قانوني توګه د سلام سیمکارټ نه پیدا کېږي، که په تور بازار کې پيدا شي په زر او په دولس سوه افغانۍ دي.»
د بلخ ولایت د مخابراتو ریس د مخابراتي شبکو د خدماتو د بندیدو له پلوه د مزارشریف د اوسېدونکو ستونزې مني خو د دې ستونزې د هواري په موخه د هڅو خبره کوي.
د بلخ د مخابراتو رییس محمد تقي پویا څرګنده کړه:«موږ عملاً د کار ساحیې ته ځوو او هغه کسان چې سیمکارټ په سل افغانیو اخلي او زر افغانۍ یې پلوري په ګوته، عدلي او قضايي بنسټونو ته به معرفي کړو.»
خو ایا د بلخ د سیمهییزو چارواکو لخوا په مزارشریف کې د مخابراتي شبکو بندېدل د دې ستونزې د حل لار ده؟
د بلخ د ولایتي شورا رییس افضل حدید وايي:«چاره څه ده، هغه کسان چې غواړي زموږ د خلکو لپاره ستونزې رامنځته کړي، باید مخه یې ونیول شي. له دې ټولو سره هڅه کېږي چې بدیلې لارې پيدا کړو، او ډاډه یوو چې دا ستونزې به ډېر ژر حل شي.»
په مزارشریف کې د مخابراتي شبکو د خدماتو بندیدل په ټولنیزو شبکو کې هم له ډېرو غبرګونونو سره مخامخ شوي، د ټولنیزو شبکو یو شمېر کارونکي دا کار د بلخ د سیمهيیزو چارواکو لپاره د شرم وړ بولي.