د پاکستان د سنا جرګې پخوانی غړی او د دغه هېواد سیاستوال افراسیاب خټک پاکستان کې د بشري حقونو د فعالې ګلالۍ اسماعیل د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
ښاغلي خټک په یوې لیک کې د پاکستان د پارلمان د بشري حقونو کمېټې له رییس څخه غوښتي چې د دغې مېرمنې وضعیت ته پاملرنه وکړي.
ګلالۍ اسماعیل کابو درې میاشتې مخکې له هغې وروسته کله چې د پښتنو د حقونو په دفاع کې وینا کړې وه د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې ده.
هغه په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ده.
د ښاغلي خټک په وینا د مېرمن ګلالۍ په نیولو کې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان له قانون څخه ناوړه استفاده شوې ده.
افراسیاب خټک همدارنګه څرګنده کړه چې د اغلې اسماعیل کورنۍ هم د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا تر څار لاندې ده.