د ولسمشر غني د ملي د امنیت سلاکار وایي، د طالبانو سخت دریځه غړي داعش او القاعدې سره د یوځای کېدو په حال کې دی.
حمدالله محب له فاکس نیوز سره مرکه کې ویلي، د افغانستان حکومت داسې استخباراتي معلومات لري چې ښيي د طالبانو هغه سختدریځه قوماندان چې نه غواړي سوله وکړي، داعش او القاعدې سره د یوځای کېدو ټکل لري.
که څه هم ښاغلی محب وایي، داعش په افغانستان اوس یو ستراتیژیک ګواښ نه دی او ګڼو سیمو کې ځپل شوې ډله ده، خو زیاتوي چې د وخت په تېرېدو سره به د دې ډلې له اړخه پېښدونکی ګواښ زیات شي.
محب همداراز څرګندوي چې د القاعدې شبکې د پخواني مشر، اسامه بن لادن له وژنې د اتو کلو په تېرېدو سره، ځینې طالبان له القاعدې سره هم یوځای کېږي.
د ښاغلي محب دا څرګندونې داسې حال کې دي، چې دې وروستیو کې داسې رپوټونه رارسېدلي چې د افغانستان ختیځ کې طالبانو د داعش خلاف عملیات پیل کړي او ځینې سیمې له دې ډلې نیولي.