د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې ټاکل شوې سبا دوشنبې (د لړم په ۱۳مه) د ۳۴ ولایتونو د رایو بیا شمېرنې بهیر پیل شي.
د تلې د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو بیا شمېرنې بهیر به په داسې حال کې پیل شي چې لاهم د رایو د محلونو کره شمېر مالوم نه دی.
درملوګ شرکت چې د بایومېټریک دستګاوو برابرونکی دی تېره اوونۍ یې اعلان وکړ چې د بایومېټریک دستګاوو څه د پاسه ۱۳۷ زره رایې چې احتیاطي دي په اتومات ډول د دغو دستګاوو په مالوماتي بانک کې قرنطین شوې دي.
خو اوس د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا وايي دا رایې تقلبي دي او د انتخاباتو پایلې به بدلې شي.
د ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزې ډلې غړی همایون جریر وايي:«یو یرغلي او پلان شوی تقلب ترسره شوی؛ د دې لپاره چې د افغانستان د خلکو په رایه کې لاسوهنه وکړي او د ټاکنو پایله بدله کړي.»
د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او د نوماندانو شورا ویاند شهاب حکیمي هم څرګنده کړه:«د نوماندانو شورا په دې باور ده کهچېرې رایې تقلبي وي او د هغې یوې تقلبې رایې په واسطه، یو کس ولسمشرۍ ته رسېږي، هېڅکله پایله نه منو.»
یو شمېر ټاکنیزې ډلې د کابو درې سوه زره رایو پر باطلیدو ټینګار کوي او وايي دا رایې د ټاکنو له بهیره مخکې او وروسته په بایومېټریک دستګاوو کې ثبت شوې دي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې تخنیکي مسوول نور رحمان اخلاقي وویل:«کابو سل زره نورې رایې دي چې باید باطلې شي او کابو پنځوس تر اویا زره نورې رایې دي چې د عکس له مخې دي او هغه رایې دي چې ورته عکسونه له ټیټ سټنډرډ سره تشخیص شوي دي.»
د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې څارونکی قادر هودخېل په ډاګه کوي:«دا د کمېسیون یوه تخنیکي ستونزه ده او دا ستونزه شوې او څوک باید دغه کار ته تقلب ونه وايي.»
خو د تاکنو خپلواک کمېسیون وایي تراوسه د دغو رایو په هکله تصمیم نه دی نیول شوی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په لومړیو ورځو کې د کابو دوه مېلیونه او اوه سوه زره رایو د کارولو رپوټ ورکړی و خو له څو ورځنیو څېړنو وروسته دغه بنسټ د ټاکنو په ورځ په بایومېټریک دستګاوو کې د ثبت شویو رایو شمېر یو مېلیون او اته سوه زره بولي او د څارونکو بنسټونو په وینا ښایي د واقعي رایو شمېر له دې هم کم شي.