تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د حقاني ډلې د دریوو غړو د خوشې کېدو په تړاو بحث
د حقاني شبکې درې غړي انس حقاني، مالي خان ځدراڼ او حافظ رشید له افغان زندان څخه په مشروط ډول تر خوشې کېدو وروسته قطر ته رسېدلي دي.
ولسمشر غني د دغو طالبانو خوشې کول سخته پرېکړه بللې ده، خو ټینګار یې کړی دی چې په دې کار سره به په افغانستان کې د طالبانو بریدونه راکم شي.
په کابل کې د امریکا سفارت د دې بندیانو د خوشې کولو هرکلی کړی خو د عامو افغانانو غوسه او نیوکې هم ورسره راپارېدلې دي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د حکومت د رسنیو د مرکز مشر، فېروز بشري
د خلکو د محور ګوند ویاند، عارف کیاني
د خوست د سیمې لیکوال او شنونکی، الیاس وحدت