د مالیې وزارت وايي چې د ۱۳۹۹ کال بودجه چې ۴۲۸ میلیارډه افغانۍ ده، نن(د لړم په ۲۶مه نېټه) مشرانو جرګې ته وړاندې کړې ده.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې د راتلونکې کال لپاره ۴۲۸ میلیارډه افغانۍ په پام کې نیول شوې ده.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې د بودجې اټکل تر ډېره د ملي سرچینو او امکاناتو له مخې شوی دی.
مالیې وزارت د لړم په ۲۱مه) د ملي یووالي حکومت کابینې لخوا د یادې بودجې د تایید خبر ورکړی وو.
د ماليي وزارت ویاند ویلي وو چې د راتلوونکي کال ماليي بودیجه به د عادي او پراختیايي بودیجې سره یو ځای پارلماني ته وړاندې کېږي.