د نیوزیلنډ په یوې سیاحتي ټاپو کې اورشیندي پنځه ته وژلي او ۳۰ تنه نور ټپیان کړي دي.
د دغه هېواد چارواکي وايي چې په دغې پېښه کې اته تنه نور ورک شوي دي.
د نیوزیلنډ لومړی وزیر جسینډا ارډین وايي په سپینه ټاپو کې چې دغه اورشیندی په کې رامنځته شوی کشفی الوتکو د ژوند هېڅ ډول نښه نه ده ښودلې.
هغه وویل چې په ټپیان او نادرک شویو کسانو کې د امریکا، برېټانیا، چین، مالیزیا او نیوزیلنډ وګړي شامل دي.
هغه زیاته کړه چې په دې اړه پلټنې پیل شوې دي.
د نیوزیلنډ لومړی وزیر په یوې خبري ناسته کې وویل:«موږ ستاسو د زغم نه وړ غم کې شریک یوو، او د خپلې خواشینۍ مراتب له هغو کسانو سره شریکوو چې خپله کورنۍ او ملګري یې له لاسه ورکړي او یا هم نادرکه شوي دي.»
د نیوزیلنډ د ځمکپېژندنې ادارې انځورونه څرګندوي چې له دغې پېښې شېبه مخکې د خلکو یوه ډله هلته لیدل کېږي.