د هېواد موی تای کاره، شبنم حسین زاده وتوانېده چې د چین تایپه لوبو دوهم پړاو ته لاره پیدا کړي.
نوموړې په ۴۸ کیلوګرام وزن کې لوبه کوي او چین تایپه د اسیا اتلولۍ لوبو کې یې ګډون کړی دی.
همداراز بله لوبه کې عسی خان عباسي په ۶۳.۵ کیلو ګرام وزن کې د خپل اردني سیال پر وړاندې بریالی شو.
خو د هېواد د موی تای غوره لوبغاړي، مرتضی شمال بیا د خپل تایلندي ځواکمن لوبغاړي پر وړاندې لوبه وباییله.
مرتضی شمال په ۶۷ کلیو ګرام وزن کې لوبه کوي.
چین تایپه د موی تای لوبو کې له ۳۵ هېوادونو ۳۰۰ لوبغاړو ګډون کړی دی چې د روانې دسمبر میاشتې په ۱۶مه د عربي متحده اماراتو په کوربه توب پیل شوي او تر ۲۲ مې به دوام وکړي.