د لغمان ولایت د ترافیکو مدیریت وايي چې د روان کال له پیله د کابل ـ لغمان پر لویې لارې کابو پنځوس ترافیکې پېښې شوې او په ترڅ کې یې ۴۵ تنه وژل شوي او نېږدې سل نور ټپيان شوي دي.
دوی پر دغې لارې د ترافیکي پېښو له زیاتوالي اندېښنه لری.
د یاد ولایت د ترافیکو مدیریت د حادثاتو آمر، عیسی وايي:« د پنځوسو ترافیکي پېښو له ډلې دوه دېرش یې ترافیکي مړینه ده، اوولس یې د ټپي کېدو پېښې دي، یو یې ترافیکي خساره ده، په دې پېښو کې ۴۵ تنه وژل شوي او ۹۴ نور تپیان شوي دي.»
ښاغلی عیسي د ترافیکو پېښو زیاتوالی د چلوونکو بې احتیاطي بولي.
نوموړی زیاتوي:« تر ډېره دا پېښې د چلوونکو بې احتیاطۍ له کبله رامنځته کیږي. ځکه دوی تر ډېره ترافیکي اشارې په پام کې نه نیسي.»
په همدې حال کې موټرچلوونکي د چلوونکو بې احتیاطي ترڅنګ د سرک کم سور هم د پېښو لامل بولي.
د کابل ـ لغمان لارې چلوونکی وايي:« د سرک یو لري والی او د سرک کم سور لامل شوی دی چې ترافیکي پېښې رامنځته شي.»
پر یادې لارې تلونکی مسافر زیاتوي:« له یې خوا د ګولایې زیاتوالی او بل لوري ته د مسافرانو بېړه د ترافیکي پېښو لامل کیږي.»
دا اندېښې په داسې حال کې راپورته شوې چې د لغمان ولایت ترافیکو مسوولین وايي چې د په یوه شپه ورځ کې پر یادې لارې کابو سل زره موټر تګ راتګ کوي.