مزارشریف ښار کې یوې چاودنې یو ولسي وګړی وژلی او درې تنه نور یې ټپيان کړي دي دي.
بلخ کې پولیس وايي چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د ۱۰ بجو په شاوخوا کې د لسمې امنیتي حوزې په اړونده سیمه کې هغه مهال وشوه چې په یوه موټر کې نښلېدونکي ماین چاودنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په ۲۰۱۹ز کال کې په ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه رپوټ خپور کړ.
د دغه رپوټ پر بنسټ، په تېر زیږدیز کال کې، دوه زره او ۲۱۹ تنه ولسي وګړي په ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې وژل شوي دي او پنځه زره او ۱۷۲ تنه نور ټپيان شوي دي.