بلخ ولایت کې د دوو پرله پسې چاودنو له کبله دوه تنه ووژل شول او اته نور ټپیان شول.
د بلخ ولایت سیمهییز چارواکي نن(سېشنبې د مرغومې په ۲۴مه نېټه) وايي پېښه نن سهار ۸:۳۰ د مزارشریف ښار د نهمې حوزې په سیمه کې د سرک غاړې ماین چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
د بلخ د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل څرګندوي چې وژل شوي ۱۲ او ۱۴ کلن ماشومان دي.
هغه زیاتوي په ټپیانو کې د پولیسو یو ستېری هم شامل دی.
د پېښې پړه چا نه ده منلې.