د هېواد د کرېکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله سبا)چهارشنبې د سلواغې په ۲مه) له عربي متحده اماراتو سره د ۵۰ اوریزو نړیوال جام سیالیو په چوکاټ کې لوبه کوي.
ټاکل شوې دغه لوبه د افغانستان پر مهال د غرمې ۱۲:۳۰ بجې د سوېلي افریقا په پوچیفسټروم ښار کې د نړیوال جام سیالیو په لړ کې ترسره شي.
افغانستان د دغو سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د جمعې پره ورځ له سوېلي افریقا سره ترسره کړه چې یادې لوبډلې ته یې د اوو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.
دغه لوبه کې سوېلي افریقا افغان لوبډلې ته د ۱۲۹ منډو هدف وټاکه. او افغانستان د درېیوو لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړای شول چې ټاکلې موخه په ۲۵اورونو کې پوره کړي.
اوسمهال د نړیوال جام سیالۍ په سوېلي افریقا کې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرېکټ لوبډله د ۲۰۱۸ زیږدیز کل په نړیوال جام سیالیو کې نیمه پایلوبو ته لار موندلې وه.