سپینې ماڼۍ چهارشنبې(د سلواغې په ۲مه نېټه) د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي دي تر هغې چې طالبانو لخوا د لیدو وړ او په دوامداره توګه تاوتریخوالیو کې کمښت رانشي"مانا لرونکي مذاکرات" نشي ترسره کېدی.
خبرپاڼه زیاتوي:«ډونالډ ټرمپ د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پایداره کمښت پر اړتیا چې د افغانستان د راتلونکې په تړاو د خبرو لامل شي، ټینګار کړی دی.»
خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې دواړو مشرانو د سویس د داووس ناستې په ځنډه کې سره لیدلي دي.
وروسته له دې چې افغان حکومت د طالبانو لخوا پر اوربند ټنیګار وکړ، اوس دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې نوي او جدي پړاو ته د ننه شوي دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي چې د دغو خبرو اترو اصلي چورلیز د سولې بهیر کې په راتلوونکو اقداماتو بحث دی.
سهیل شاهین د خپل ټویټر پر پاڼه لیکلي چې زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر، د طالبانو سیاسي مرستیال ملابرادر، د دې ډلې دوه نورو غړو شیرمحمد عباس ستانکزي او امیر خان متقي په دغو خبرو کې ګډون کړی وو.
مخکې له هغې د طالبانو د قطر دفتر ویاند، سهیل شاهین (د مرغومې په ۲۸مه نېټه) د پاکستان ډان ورځپاڼې ته په استول شوې بیانیه کې هیله څرګنده کړې وه، څو د سولې هوکړه د روانې زیږدیزې جنوري میاشتې تر پایه لاسلیک شي.
سهیل شاهین زیاته کړې وه، د هوکړې مخکې طالبان چمتو دي چې خپل پوځي عملیات راکم کړي.
هغه وړاندې ویلي وو:"موخه د تاوتریخوالي(کموالي) نه بهرنیو ځواکونو ته د امن چاپېریال رامنځته کول دي چې له افغانستانه ووځي."
نوموړي څرګنده کړې ده چې د بریدونو کمښت کې همداراز پر افغان ځواکونو هم د بریدونو کمښت شامل دی.
دا په داسې حال کې ده چې له امریکې سره د طالبانو مرکچي پلاوي مشر او د طالب ډلې له بنسټ اېښودونکو ملا عبدالغني برادر ویلی وو دا چې، جګړه به په افغانستان کې هغه مهال پای ته رسېږي چې امریکا له افغانستانه بهر شي.