د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار د درېیمې امنيتي حوزې په اړوند کوټې سنګي سیمه یوې چاودنې یو ولسي وګړی وواژه او څلور تنه نور یې ټپيان کړل.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې دغه پېښه نن ماښام (شنبې د مرغومې په ۵مه) هغه مهال رامنځته شوه۹ چې د پولیسو په رنجر موټر کې نښلوونکي ماین چاودنه وکړه.
د ښاغلي رحیمي په وینا، د دغې پېښې زیانمن لارویان دي.
د دغې پېښې مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی.