تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: آیا د سولې هوکړه وروستۍ شوې ده؟
په قطر کې د وسله والو طالبانو سیاسي ډلې ویلي، له امریکا سره يې د سولې په تړاو خبرې پای ته رسېدلې، او احتمالي لاسلیک کېدونکې هوکړې ټول ملحقات یې وروستي کړې دي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي د هوکړې تر لاسلیکېدو څو ورځې وړاندې د خوندي چاپېریال لپاره کار د دواړو لورو تر منځ خبرې اترې رواني ، له هغه سره سم به د روانې میاشتې تر پایه هوکړه لاسلیک شي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ولسي جرګې غړی، نعمت الله کریاب
د سیاسي چارو شنونکی، جمال ناصر اصولي
د کابل پوهنتون استاد، محمود مرهون