د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ویلي دي چې افغانان باید د سولې په تړاو له رامنځته شوي فرصته استفاده وکړي.
د سپینې ماڼۍ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د ډونالډ ټرمپ له قوله راغلي، که طالبان او افغان حکومت پر خپلو ژمنو عمل وکړي، امریکا به د جګړې د ختمولو او کور ته د سرتېرو راګرځولو لپاره پياوړي دریځ کې وي.
ټاکل شوې چې طالبان او امریکا له میاشتو میاشتو مذاکراتو وروسته بالاخره نن د سولې هوکړه لاسلیک کړي.
سپینې ماڼۍ دغې هوکړې ته په اشاره ویلي دا به د نوي او له تروریستي ډلو القاعدې او داعش څخه د پاک افغانستان لپاره چې امریکا یې غواړي، یومهم ګام وي.
ټرمپ همدا راز ویلي، طالبانو سره د سولې هوکړې د لاسلیک مراسمو کې د شاهد په ډول خپل خارجه وزیر استوي او د دفاع وزیر به یې کابل ته ولاړ شي تر څو در اړخیزه ګډه اعلامیه خپره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ له ۱۸میاشتو وروسته خبرو نن(شنبې د کب په ۱۰مه نېټه) د دغو خبرو اترو پایله به د یوه هوکړه لیک په قالب کې لاسلیک کړي.
د طلوع نیوز خبریالان شریف امیري او عبدالحق عمري چې د دغې پېښې د خبري پوښښ لپاره تللي، وايي چې د دغه هوکړې د لاسلیک لپاره چمتووالی په تاریخي بڼه نیول شوی دی.
ټاکل شوې چې د دغې هوکړې د لاسلیک مراسم، په مشهور «شیرینټن» هوټل کې ترسره شي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د طلوع نیوز خبریالانو ته ویلي چې د سبا په مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د ۳۰ هېوادونو بهرنیو چارو وزیران او د نړیوالو بنسټونو استازي رابلل شوي او ټاکل شوې ګډون وکړي.
ټاکل شوې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک، د نړیوالو رسنیو د کمرو په مخکې لاسلیک شي. د نړۍ د معتبرو رسنیو ډېری خبریالان د دغه مهمې موضوع د پوښښ لپاره دوحې ته تللي دي.
دغه هوکړه د تاوتریخوالي د کمښت له یوه اوه ورځني پېر وروسته لاسلیک کېږي. دغه پېر چې د افغانستان په جګړه کې د طالبانو د مدیریت لپاره د توانمنۍ ثابتول یوه ازمایښتي دوره وه، نن شپه پای ته رسېږي.
هغه څه چې سرچینې وايي ټاکل شوې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته، د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.