هغه سندونه چې طلوع نیوز ته رسېدلي دي، د دې ښودنه کوي چې د ولسمشرۍ د کارکوونکو په منځ کې د کووېډ نولس د ۵۱۷ معایناتو له ډلې ۲۰ پېښې مثبتې وې.
دم ګړۍ د عامې روغتیا وزارت لس ډلې په پلازمېنه کابل کې پر کورونا ویروس د مشکوکو کسانو او کووېډ۱۹ ناروغانو د پېژندنې لپاره کار کوي؛ خو سرچینې بیا وايي چې، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د کورونا ویروس د تازه پېښو له ثبتېدو وروسته، ډېری دغه ډلې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د چارواکو او نورو کارکوونکو پر معاینې بوخت دي.
د انتاني روغتون رییس اسدالله عصمت په دې اړه وايي:«که چېرې موږ بسندویه کېټونه ولرو او په هره اندازه چې د معاینې شمېر زیات شي، ښه پایله ورکوي، ځکه چې په ویروس ککړ کس د ۱۴ ورځو په لړ کې چې د ویروس د خفا دوره ده - نتیجه یې مشخص کېږي او قرنطین ته ځي او نورو ته ویروس نه لېږدوي.»
د کابل د روغتونونو رییس نظام الدین جلیل په دې اړه څرګندوي:«په کابل کې زموږ کاري ډلې زیاتې شوي او له هره ځایه چې د شکمنو پېښو رپوټ رارسېږي، زموږ همکاران هلته ځي او دوی نمونه اخلي... موږ ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اخیستل شویو بېلګو د پایلو په تمه یوو.»
په هېواد کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د کورونا ویروس د خپرېدو او مثبتو پېښو د زیاتوالي له امله اندېښنې هم زیاتېږي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د کووېډ ۱۹ تازه پېښې په کابل، هرات، کندهار، لوګر، دایکندي، تخار، بامیان، پروان، غور، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې ثبت شوي دي.
ښاغلي جلیل زیاته کړه:«هغه پایلې چې موږ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لرلې، په لسو ولایتونو کې ۳۷ مثبتې بېلګې دي. خو ډېری پېښې کابل کې دي. په هېواد کې د پېښو ټولیز شمېر ۵۲۱ ته رسېدلي. دا د دې ښودنه کوي چې وضعیت مخ په ښه والي نه دی او پېښې مخ په زیاتېدو دي. تر راتلوونکو دوه اوونیو هم د کورونا ویروس پېښې مخ په زیاتېدو به وي.»
هرات او کابل هغه دوه ولایتونه دي چې د کووېډ نولس ډېری ناروغان لري. له دې مخکې په هرات کې د معاینې د امکاناتو د کموالي په اړه اندېښنې مطرح وې.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د روغتیايي لارښونو له مخې په هر هغه ځای کې چې، د کورونا مثبتې پېښې ثبت شي؛ د هغه ځای کارکوونکي، د کورنۍ غړي او همداراز هغه کسان چې له ناروغ سره په اړیکه کې و؛ هم معاینه کېږي.