Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګرځ بندیز؛ د کابل دروازې وتړل شوې، خو فرعي لارې پرانیستې دي

کابل کې د کووېډ نولس ناورغۍ له زیاتوالي سره، حکومت د دغې ناورغۍ د مخنیوي لپاره په پلازمېنه کې سخت تدابیر نیولي دي.

پولیسو د کابل ټولې دروازې وتړلې او مسافرو ته اجازه نه ورکوي چې له کابله نورو ولایتونو او له نورو ولایتونو کابل ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل کې له اتلسو ورځو راهیسې ګرځ بندیز لګول شوی؛ خو دغه دا ګرځ بندیز ولایتونو او له ولایتونو کابل ته نه و.

تراوسه کابل کې ۱۴۷ تنه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې پنځه تنه یې مړه شوي دي. خو اوه تنه نور یې تر درملنې وروسته روغ شوي دي.

خو ځينې چلوونکي مسافر له فرعي لارو کابل ته راولي او له کابل څخه نورو ولایتونو ته لېږدوي.

له دې ډلې په قلعه مراد بېک کې د کابل شمالي دروازه کې، د پولیسو ځواکونو عمومي سړک د تګ راتګ پر مخ تړلی دی خو چلوونکي وايي چې پولیس له فرعي لارو کابل ته د خلکو د تګ راتګ مخه نه نیسي.

د کابل - بامیان لویې لارې چلوونکی منور وايي:«دروازه یې تړلې ده؛ خو له قاچاقي لارې اجازه ورکوي. کله چې موټر زیات شي دلته هم یو یو خوشې کوي. او لاره تړلې ده.»

بل موټر چلوونکي بهرام هم وویل:«پولیسو لاره تړلې او وايي چې قرنطین دی. قرنطین باید عام وي. د دې لپاره چې د کمرې له لارې تر څار لاندې دي او تر مسوولیت لاندې رانه شي، خلک له فرعي لارو لېږي.»

خو د کورنیو چارو وزارت وايي د هغو کسانو په وړاندې چې کابل ته د تګ راتګ له حکمه سرغړونه کوي جدي چلند وشي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي:«هر ډول تګ او بېرته سنېدل او غیر ضروري تګ راتګ ممنوع دي او همدارنګه له کابله نورو ولایتونو او له ولایتونو کابل ته سفرونه درول شوي دي.»

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت ګواښ کوي که چېرې روغتیايي سپارښتنې او همدارنګه ګرځ بندیز عملي نه شي په افغانستان کې به یو ناورین رامنځته شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار په دې اړه څرګنده کړه:«حالت کړکېچن دی او موږ هڅه کوو چې څه حل لار ورته پیدا کړو. داسې وخت دی چې ملي سمبالتیا او ملي پیوستون ته اړتیا لرو.»

کابل له هرات ولایت وروسته دویم ولایت دی چې د کووېډ نولس ډېری ناروغان لري. په هرات کې ۲۸۰ ته په دغې ناروغۍ اخته دي چې د هغوی څلور تنه مړه شوي دي.

تراوسه په ټول افغانستان کې پر کورونا ویروس ۶۰۷ تنه اخته دي او ۱۹ تنه مړه او ۳۸ تنه نور تر درملنې وروسته روغ شوي دي. 

شریک یي کړئ