د برېښنا شرکت وايي چې په تېرو په څه باندې ۴۰ ورځو کې ناپېژانده وسله والو د برېښنا څلور ستنې ویجاړې کړې دي.
د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحید وايي چې په دغې موده کې د دغه شرکت اته تنه کارکوونکي هم ټپيان شوي او د پروان حوزې د برېښنا شرکت مرستیال هم وژل شوی دی.
د توحیدي په وینا د ویجاړو شویو ستنو بیاروغونه مېلیونه افغانۍ لګښت لري:«په ویجاړۍ کې خپله خوښي او ارامي ویني. په داسې حال کې چې دغه تاسیسات ملي دي، ټول ګټې تاسیسات دي او هېڅوک حق نه لري چې ټول ګټې تاسیسات د شخصي، فکري، ګوندي او یا هره بله موخه چې لري استفاده کړي.»
ورته مهال د پروان د برېښنا شرکت حوزوي مرستیال سید مرتضي سروري چې د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د یوې ستنې ترڅنګ چاودنه کې ووژل شو، کورنۍ یې وايي چې د دغه پېښې عاملان باید ونیول شي.
د سید مرتضي تره داوود وویل:«هېڅوک د مسلکي کسانو د دندو په راس کې نه دي او که چېرې دي ډېر بې تفاوت دي. زه پر دې تعجب کوم چې د شپې څلور ځله چاودنه کېږي، بیا سبا د ورځې په ۱۱ بجو بله چاودنه کېږي.»
د کابل ځینې اوسېدونکي او د دین عالمان وايي چې ټول ګټو تاسیساتو ته زیان رسېدل نه بښوونکي دي.
د پلازمېنې اوسېدونکی زلمی افغانیار وايي:«هغه کسان چې نن د برېشنا ستنې ویجاړوي، هغه کسان دی چې په نیابت سره د ګاونډیو هېوادونو سیاست بنسټ اېږدي او غواړي چې د ګاونډیو هېوادونو سیاست ټینګ کړي.»
د دین عالم عبدالوکیل شایسته هم په دې اړه څرګنده کړه:«وېره یې رامنځته کړه، وحشت یې رامنځته کړ او دوی باید ووژل شي چې نورو ته عبرت شي.»
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د برېښنا د ستنو د ویجاړولو په تړاو تراوسه اوه تنه نیول شوي دي.
د دغه وزارت ویاند وايي چې نیول شوي کسان له مخالفو وسله والو ډولو سره په جوړجاړي سره د دغو ستنو پر ویجاړۍ لاس پورې کوي.