د برېښنا شرکت وايي چې د کال له پيله تراوسه د ستنو ویجاړېدو او برېښنايي مزو پرېکېدو، دغه شرکته ته کابو ۸۰۰ مېلیونه ډالر زیان رسولی دی.
له دې ډلې، په څه باندې یوې وروستۍ میاشت کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جګړې له امله په ځلونه د برېښنا ستنې ویجاړې او مزي پرې شوي دي، او یوازې په تېرو دوو اوونیو کې په کابل او پروان ولایتونو کې د برېښنا پنځه ستنې په نښه شوې دي.
د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحيدي په دې اړه وايي:«زموږ زیان تراوسه دقیق شوی نه دی، ځکه چې په ځینو ځایونو کې لاهم کار روان دی. دا (۸۰۰ مېلیونه افغانۍ) زیان مستقیم او غیر مستقیم هغه دی چې د فني لګښتونو او همدارنګه د برېښنا د پېر له اړخه دا زیان موږ ته رارسېدلی دی.»
طالبان د برېښا ستنو په ویجاړولو کې خپل لاس لرل رد کړي او همدارنګه د چاه انځیر - ګرشک د درې کیلومټره سړک د خرابولو په اړه رپوټونه هم ناسم او د شایعې خپرول ګڼي او ویلي یې دي دغې ډلې یوازې د دغه واټ په ځينو برخو کې ماینونه اېښي دي.
بلخوا د ټرانسپورټ وزارت هم وايي هغه سړک چې په هلمند ولایت کې ویجاړ شوی، پر څه باندې ۳۳ مېلیونه ډالرو جوړ شوی و. چې د هغه جوړېدو څلور کاله وخت نیولی و، خو څلور میاشتې یې هم عمر ونه کړ.
د ټرانسپورټ وزارت وايي چې د دغه سړک د ویجاړېدو د څېړنې په حال کې دي او تراوسه روښانه نه ده، چې د دغه سړک څه باندې ۳۱ کیلومټرو له منځه د هغه څو کیلومټره اوس ویجاړ شوی دی دی.
د ټرانسپورټ وزارت ویاند علي سینا ساید په دې اړه وویل:«په ۱۳۹۸ کال کې د څه باندې ۳۳ مېلیونه ډالرو په لګښت د دغې پروژې کار پای ته ورسېد، خو له بده مرغه د مخالفو وسله والود بریدونو له امله په دغه سړک کې ځينې ویجاړي رامنځته شوي دي.»
ځينې هېوادوال هم وايي چې په وروستیو میاشتو کې بېکاري هم زیاته شوې ده.