ولسمشر غني د اختر په مناسبت خپلې وینا پرمهال د طالبانو لخوا د شوي اوربند هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې د یادې ډلې د بندیانو ازادولو بهیر به چټک شي.
ښاغلي غني چې نن یکشنبې(د غبرګولي په ۴مه نېټه) د اختر له لمانځه وروسته خبرې کولې زیاته کړه چې حکومت به د مسوول په توګه د نورو ګامونو پورته کولو هڅه وکړي.
نوموړي څرګنده کړه:«زه اعلان کوم د طالبانو بندیانو د ازادولو بهیر به چټک شي، او پر طالبانو هم غږ کوو چې ورسره په بند کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم ازاد کړي.»
ولسمشر غني خلکو ته د خوشاله اختر لمانځلو هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د سولې راوستل د ټولو مسوولیت دی.
هغه زیاته کړه چې افغان ځواکونو ته یې سپارښتنه کړې، څو دغه اوربند په پام کې ونیسي.
ولسمشر غني بیان کړه چې د سولې بریالي افغانان دي:«جګړې یوازې د ورانیو، بې وزلیو لامل شوی په ځانګړې توګه افغان مېرمنې ډېرې ترې اغېزمنې شوې دي.»
ښاغلي غني وویل چې د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی چمتو دی.