Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د وسله والو غلو په ډزو کې یوه ښځه وژل شوې ده

د کابل ښار په پنج صد فامیلي سیمه کې د وسله والو غلو په ډزو کې یوه ښځه وژل شوې ده.

د پېښې شاهدان وايي چې دغه پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو غلو په ډزو لاس پورې کړ.

دغې مېرمنې ۳۶ کاله عمر درلود او له هغې پنځه ماشومان پاتې دي. د هغې تر ټولو څلوېښت ورځنی دی. 

د وسله والو غلو مرمۍ هغه مهال پر دغې مېرمنې ولګېدې چې دا ښځه نانوايي ته تلله.

د دې ښځې زوم او د کاکا زوی وایي چې د کورنیو چارو وزارت دې داسې کسان وګوماري چې مسوولیت منوونکي وي او د دغه راز پېښو مخه دې ونیسي.

د وژل شوې مېرمنې زوم فیصل حمیدي وویل:«د دولت لپاره ډېر د شرم وړ دی چې په رڼا ورځ د غرمې له دوه بجو وروسته، داسې یوه پېښه کېږي او د حوزې امر یوه شخص او یوه انسان ته لږ هم درناوی نه لري چې خپله دلته د پېښې ځای ته راشي.»

د دغې ښځې له خپلوانو عبیدالله فیضي په دې اړه وايي:«د حوزې د امر صاحب د یوه شهید له یوې غوره ده؟ موږ له حکومت، کورنیو چارو وزارت او د کابل له امنیه قومندانۍ څخه یوازې عدالت غواړو.»

بل خوا د وزیر محمد اکبرخان د عمومي سړک څنګ ته هم یوه هټۍ غلو لوډلې ده.

د دې هټۍ خاوند وایي چې په دغه راز یوې سیمه کې غلا او نه خوندېتوب د شرم وړ دی.
 
د لوټل شوې هټۍ خاوند عبدالواسع په دې اړه وویل:«همدااوس پولیس په لسګونه غله نیسي، خو پولیس یې نیسي، څارنوالي څېړنه کوي خو محاکم یې خوشي کوي.»

خو د کورنیو چارو وزارت وایي چې جنایي جرمونه د تېر پرتله کم شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت یاند طارق ارین په دې اړه څرګنده کړه:«په تېرې یوې میاشت کې ۱۷۰ تنه مجرمین چې د غلا، وژنې او ډېریو موردونو کې وو هغوی مو ونیول او دوسیې یې رسمي شوي دي. د جرم او مجرمین له ښکارندې سره د مبارزې لپاره لازمه ژمنه شتون لري.»

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت نوماند وزیر امر کړی دی چې په هرې امنیتي حوزه کې چې جنایي پېښه په تېره بیا پلان شوې وژنه وشي؛ د حوزې آمر به له دندې ګوښه کېږي.

شریک یي کړئ