د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نن شنبې (د غبرګولي په ۲۴مه) په تهران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال یې په افغانستان کې د دغه هېواد سفارت او نورو استازولیو ته له سپکاویو ډکو اقداماتو او تعرض په تړاو، احضار کړی دی.
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې دا سپکاوی او یرغل د «د خاصو سیاسي جریانونو د معدودو کسانو» له خوا شوی دی.
د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي دي:«د بهرنیو چارو وزارت د لوېدیځې اسیا عمومي مدیر د دواړو ګاونډيو هېوادونو په اړیکو د دغې قلیلې ډلې د غلطو اقداماتو د اغېز په اړه اندېښنه ښودلې ده.»
په دې وروستیو ورځو کې ځينو هېوادوالو په کابل، هرات او ځينو نورو ولایتونو کې، د ایراني پوله ساتونکو له لوري د افغان کډوالو د کړولو او سیند ته د هغوی د اچولو او دغه راز د ایران په یزد ولایت کې د درېیو کډوالو د وژل کېدو په غبرګون کې کابل کې د ایران د سفارت او دغه راز په ځينو ولایتونو کې د دغه هېواد د استازولیو مخې ته لاریونونه کړي دي.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه کار په کابل کې د ځینو له غبرګونونو سره مخ شوی دی.
پخوانی ډیپلوماټ احمد سعیدي څرګنده کړه:«د افغانستان عام خلک د وروستیو پېښو په اړه چې په ایران کې افغان کډوالو ورپېښ شوي، لاهم په زړه داغ لري. خو د ټولو ډپيلوماټيکو دودونو پر خلاف نن په ایران کې د افغانستان سفیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی دی.»
په ایران کې د افغانستان سفیر په داسې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی دی چې د بهرنیو چارو وزارت د ایران حکومت ته له افغان کډوالو سره د ایراني پوځیانو د ناوړه چلند په تړاو سندونه سپارلي دي.
د ولسمشر پخوانی سلاکار طارق فرهادي په دې اړه وویل:«دا چې افغانستان د ایران سفیر احضار نه کړ او یا یې ونه غوښتل چې دا کار وکړي، ستونزې شته چې باید مدیریت شي، خو دا چې هغوی زموږ سفیر احضار کړ، د ملنډو وروستۍ حد دی.»
د ولسي جرګې غړی خان آغا رضايي هم څرګنده کړه:«له بده مرغه زموږ د ډیپلوماسۍ دستګاه کمزورتیا ده چې نه شي کولای د ایران سفیر احضار کړي او هغه موردونه چې په ایران کې زموږ وګړو ته ورپېښېږي بیان کړي او یا د ایران حکومت ته ورسوي.»
د ایراني پوله ساتونکو له لوري له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او سیند ته د هغوی د اچولو او دغه راز د ایران په یزد ولایت کې د درېیو افغان کډولو له وژل کېدو وروسته حکومت د دې پېښې د څېړلو لپاره پلاوی وګوماره؛ خو د دغه پلاوي د څېړنو پایلې د حکومت له لوري اعلان نه شوې.
په دغو جلا پېښو کې کابو لس افغان کډوال وژل شوي دي.