د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیزاد د منځني ختيځ د ځینو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدلي.
نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې ليکلي دي په تاشکند کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر او ورپسې یې د تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه کې د افغان سولې بهیر کې د دغو هېوادونو پر ونډې خبرې کړې دي.
ښاغلي خلیلزاد همداراز څرګنده کړې چې لیدنه کې یې د سولې وروستي پرمختګونه یې له هغوی سره شریک کړي او دا چې دغه هېوادونه څنګه کولی شي دغه بهیر کې رغنده رول ولوبوي.
همداراز دا چې د سولې له راتګ سره سیمه کې د اتصال ټکي په توګه د څنګه د سوداګرۍ پراختیا په برخه کې کار واخیستل شي، بحث شوی دی.
د خلیلزاد په خبره امریکا او امنځنۍ اسیا د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پیل سره د سیاسي تفاهم تشویف لپاره ګډ کار ته اړتیا لري.
د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي همداراز څرګنده کړې ده چې باثباته افغانستان د منځنۍ اسیا لپاره مهم دی او دا چې له افغانستان سره د سویلي اسیا نښلېدو په برخه کې کار و کړي او دا د امریکا متحده ایالاتو په ګټه ده.
په همدې حال کې ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي.
د ملي مصالحې عالي شورا دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د بندیانو د تبادلې پر دوام، د افغانانو خپلمنځۍ خبرو د پیل پر څرنګوالي او د افغان سولې بهیر نه د سیمې ملاتړ په اړه خبرې شوي.
همدې ویډیو کنفرانس کې د تاوتریخوالي په کموالي هم ټینګار شوی.
خلیلزاد ویلي، په افغانستان کې سوله، سیمه کې د سولې په مانا ده او امریکا یې ملاتړ کوي.