د عامې روغتیا وزارت تازه خپرو شویو مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۳۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دغه مالومات چې نن(سې شنبې د چنګاښ په ۲۴مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي ښیې چې یاد شمېر پېښې د ۶۳۷ کتل شویو نښو پایله ده.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۲۴ تنه مړه شوي دي چې ۱۹ یې کابل، ۳ خوست، ۱ تخار او یو تن هم ننګرهار کي دي.
د تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۴ زره او ۷۴۰ ته ورسید د ټولو مړو شویو کسانو شمېر هم ۱۰۶۲ ته ورسید.
د شمېر له مخې کابل د ۵۱ پېښو ثبت سره په سر کې دی، ورپسې هرات د ۳۷ او غور کې یې ۱۶ ثبت شوې دي.