د هېواد د بایسکل ځغاستې د ښځينه ملي لوبډلې انتخابي سیالۍ چې دوه ورځې مخکې په بامیان کې پيل شوې وې، نن پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د «تور بامیان» په نامه ترسره شوې او په دغو سیالیو کې د شپږو ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی و.
له بامیان ولایته زهرا رضايي د دغو سیالیو لومړی مقام خپل کړ او له کابله افسانې نوروزي او یولدز له فاریاب ولایت څخه په ترتیب دویم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
د دغو سیالیو په پای کې دولس غوره څېرې، د هېواد د بایسکل ځغاستې ښځيه لوبډلې ته غوره کړل شوې.
په دغو سیالیو کې ۴۰ لوبغاړو له کابل، بامیان، فاریاب او بلخ ولایتونو څخه ګډون کړی وو.
د دغو سیالیو ګډون کوونکي، په څو پړاونو کې ۵۰ کیلومټره واټڼ کچ کړ.