خوست کې د واده په مراسمو کې د چاودنې له کبله ۴ کسانو ژوند بایللی چې دوه یې افغان پوځیان او ۲ یې ملکي کسان دي.
دفاع وزارت نن(جمعه د وږي په ۲۱مه نېټه) وایي چې پېښه کې د ملي اردو یو سرتېری او ۱۲ ملکي کسان پېښه کې ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت خبرپاڼه وايي چې چاودنه د ملي اردو د یوه سرتېري په واده کې شوې ده.
په همدې حال کې د والي ویاند، طالب منګل وايي پېښه تېره شپه کابو یوه بجه د مرکز اړوند کنډیو په ستر کلي کې د موټر سایکل بم چاودنې په واسطه شوې ده.
د پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.