د هېواد د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې وايي، کابل کې د ترکیې سفیر ددغه سفارت له سیاسي مرستیال سره لیدنه کې د دغه کنسلګرۍ جوړېدل د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا کې مهم بولي.
د ترکیې سفیر، اوزهان ارطغرل چهارشنبې کابل کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال، میرویس ناب سره ولیدل او دواړو خواوو د د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.
افغان لوري کندهار ولایت کې د ترکیې د کنسلګرۍ پرانیستو هرکلی کړی.
ترکیه له افغانستان سره نېږدې یوه پېړۍ ډپلوماتیکي اړیکې لري.