د کابل پولیس وايي چې د لسمې حوزې سیمه کې د ماین چاودنې له کبله درېیو ملکي کسانو ژوند بایللی او ۱۰ نور ټپيان دي.
د کابل پولیس د خبرپاڼې په خپرولو سره نن سېشنبې(د لړم په ۳مه نېټه) وايي چې پېښه له غرمې وروسته د لسمي حوزي، قلعه وزیر په چُقرک سیمه کې پر یوه سراچه ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله شوې ده.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.