په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم وايي چې د سولې مذاکراتو کړنلار، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د پلاویو ترمنځ ۱۳ ورځې مخکې یعنې د نوامبر میاشتې په ۱۵مه وروستۍ او بشپړه شوې ده.
ښاغلي نعیم په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې دغه کړنلار ۲۱ مادې لري او د سولې مذاکراتو له کوربه هېواد سره هم شریکه کړل شوې ده.
تېره اوونۍ، سرچینو طلوع نیوز ته ویلي وو چې د دواړو لوریو پلاوي په دې برخه کې ځينو هوکړو ته سره رسېدلي دي او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی او د ولسمشر سلاکار سلام رحیمي په یوه نه اعلان شوي سفر کې کابل ته راغلي وو چې د ترلاسه شوې هوکړې په اړه له ولسمشر اشرف غني سره مشوره وکړي.
وروسته د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي دغه رپوټونه رد کړل او وې ویل چې په دوحه کې د سولې بهیر کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
د دواړو لوریو د پلاویو ترمنځ مذاکرات کابو دوه نیمې میاشتې مخکې په دوحه کې پيل شول.
دا مذاکرات له یوې نیمې میاشتې وروسته له بندون سره مخ شول.
په دې اړه مو اندونه