بغلان ولایت کې سیمه ییز چارواکي د ۱۳ تنو دولتي ځواکونو له ژوند بایللو خبر ورکوي.
دغه چارواکي نن(چهارشنبې د لیندۍ په ۲۶مه نېټه) وايي چې پلخمري ښار کې د پولیسو پر پوستو د طالبانو برید پایله کې څلور تنه ټپیان شوي دي.
د دغو چارواکو په خبره پېښه تېره شپه د پلخمري ښار وزیر اباد او نیازالله سیمه کې په داسې حال کې شوې چې طالبانو د پولیسو پر دوو پوستو برید وکړ.
دوی زیاتوي د برید سیمه د بغلان له امنیه قومندانۍ کابو درې کیلومتره واټن لري.
د وژل شویو سرتېرو مړي نن د هغوی کورنیو ته وسپارل شول، خو خپلوان یې نیوکه کوي چې امنیه قومندانۍ په وخت دغو ځواکونو سره مرسته نه ده کړې.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.