د پاکستان لومړي وزیر، شاه محمود قریشي د دوشنبې په ورځ( د کب په څلورمه نېټه) هیله څرګنده کړې چې امریکا او طالبان په دوحه کې د سولې شوې هوکړه پلې کړي.
قریشي، د پاکستان لپاره د قطر له ځانګړي استازي سره لیدنه کې ویلي، هیله من دی چې د دوحې هوکړه لیک عملي کولو کې د طالبانو او امریکا پرمختګ روان وي.
قریشي زیاتوي، د دوحې هوړه لیک د افغان سولې مذاکراتو کې مرسته کوي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه د تېر زیږدیز کال په فبروري میاشت کې لاسلیک شوه، یاده هوکړه کې راغلي دي چې د روان ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې تر لومړۍ باید له افغانستانه ټول بهرني سرتېري په افغانستانه ووځي، تاوتریخوال کم او طالبان باید له القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړي.
امریکا اوس مهال په افغانستان کې ۲ زره او ۵۰۰ سرتېري لري.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ(دوشنبې د کب په څلورمه نېټه) د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاویو دوحه کې وروسته له څه باندې یوې میاشتې سره لیدنه درلوده.
قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند، محمدنعیم پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي دي چې د دواړو لورو د پلاویو رییسانو او یو شمېر غړو سره ناسته کړې ده.
په همدې حال کې د افغانستان حکومت مرکچي پلاوی وايي د دواړو لورو پلاویو د مذاکراتو پر اجنډا د کار ټینګار کړی دی.
د افغان حکومت مرکچي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ۴۰ ورځې مخکې وروسته له دې ودرېدې چې د امریکا تازه حکومت له طالبانو سره د سولې هوکړې پر بیا کتنې ټینګار وکړ.