د کوویډ۱۹ واکسین نن(سې شنبې د کب په ۵مه نېټه) په رسمي توګه افغانستان کې پیل شو.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې دغه واکسین د هند لخوا له افغانستان سره مرسته ده او د روغتیا نړیوال بنسټ لخوا هم تایید شوی دی.
کابو دوې اوونۍ مخکې د کرونا ویروس د واکسین لومړۍ جوپه چې په کې ۵۰۰ زره ډوزه شامل و، کابل ته ورسېده.
د هېواد روغتیايي چارواکي وايي ټاکل شوې دا واکسین ۲۵۰ کسانو ته تطبیق شي. د مالوماتو له مخې لومړۍ پړاو کې به روغتیايي کارکوونکو، امنیتي ځواکونو او خبریالانو ته دا واکسین ورکړل شي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تر اوسه د هېواد ۶۰ سلنې وګړو لپاره یې واکسین ترلاسه کړی دی.
ولسمشر غني د کرونا ویروس د واکسین د لړۍ پيل په مناسبت غونډه :ې وویل:«د کرونا ویروس د واکسین لومړی پړاو له ۵۰۰ زره دوز سره پیلږي. مسوولینو ته دنده سپارل شوې ده چې په عادلانه توګه هغه تطبیق کړي.»
هغه همداراز له هند نه د واکسین مرستې له کبله مننه وکړه.
تر اوسه هېواد کې څه باندې ۵۵ زره او ۶۴۶ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي او ۲ زره او ۴۳۵ تنه هم مړه شوي دي.