تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوي او یاده موده کې د مړینې شمېر هم صفر دی.
دغه مالومات چې نن(جمعه د کب په ۱۵مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې تازه پېښې د ۱زرو او ۴۳۰ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
همداراز یاده موده کې د کوویډ۱۹ درې ناروغان روغ شوي دي.
اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو فعالو پېښو شمېر ۴ زره او ۲۱ دی.
د یادونې ده چې تازه پېښې ۱ کابل، ۳ هرات، ۱ کندار، ۴ننګرهار، ۱ تخا، ۱ لوګر، کنړ او ۱ هم په ارزګان ولایتونو کې ثبت شوې دي.