د لغمان د مرکز مهترلام ښار دوهمې امنیتي حوزې او د الیشنګ ولسوالۍ اوسیدوونکي ورځ تر بلې د امنیتي حالت د خرابېدو له کبله شکایت کوي.
یادو سیمو کې د سختو جګړو له امله ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او دوې ورځې مخکي د الیشنګ ولسوالۍ اسلام اباد سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کې څلورو سرتېرو ژوند بایلود.
د سیف الرحمان په نامه د سیمې اوسېدونکی چې نښتو کې د طالبانو لخوا په ډزو ویشتل شوی دی. د نوموړي ورور، ذبیح الله وايي:«حالت ډېر بد دي، نه مسوولین توجه کوي، د ملي اردو پوسته ده که د پولیس، داسې ښکاري چې هېڅوک نشته، هلته ټق هم نه کیږي، خلکو ته تلفات اوړي.»
خالد د لغمان مرکز مهترلام ښار د دوهمې امنیتي حوزې اوسیدوونکی دی. دی وايي تېره ورځ د والیبال په لوبه بوخت چې نامعلومو وسلهوالو پرې ډزې وکړې او مرمۍ په پښه ولکیده.
دی زیاتوي د ورځې لخوا د ښار په مینځ کې وسلهوالې ډلې ګرځي، خو امنیتي ادارې یې مخنوی نه کوي:«میدان ته تلم له دې کوڅې راووتم، راباندې ډزې وشوې له شا کوڅې نه، نه مو چا پوښتنه وکړه چې څه وشول، دا ښار بازار کې دی.»
د مرکز مهترلام ښار اوسیدوونکی، احسان الله زیاتوي:«د ښار مرکز دی، دا دوهمه ناحیه ده، دلته تل وسله وال ډلې ګرځي، نه پوهېږو چې دا غله دي که طالبان دي، خو نه دولت کوم عکس العمل ښودلی نه بل چا.»
د لعمان والي، رحمت الله یارمل وايي طالبان دا توانايي نه لري چې ولسوالیو ته سقوط ورکړي:«غوښتل یې لویې لارې بندې کړي، یا د لویې لارو کنټرول په لاس کې واخلي، یا ولسوالۍ ونیسي، خو له ډېرو هڅو سره نه دي بریالي شوي او دا کار نشي کولی.»
د معلوماتو له مخې لغمان پنځه ولسوالۍ لري چې له هغې ډلې بادپښ، الشینګ، الینګار او دولت شاه هغه څلور ولسوالۍ دي چې یوازې د ولسوالۍ ودانۍ د حکومت په لاس کې دي خو یوازې قرغیو ولسوالۍ امن ده.