د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۲۸ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.
دغه مالومات چې نن(چهارشنبه د کب په ۲۸مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې تازه پېښې د ۲ زره او ۱۹۲ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
همداراز تېره شپه ورځ کې د کوویډ۱۹ دوه تنه ناروغان مړه شوي دي.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو قربانیانو شمېر ۲ زره او ۴۶۲ ته ورسید.
همداراز د ټولو مثبتو پېښېو شمېر ۵۶ زره او ۴۴ ته رسیږي چې له ډله یې ۴ زره او ۴۶ یې فعالې دي.
د یادونې ده چې تازه پېښې ۸ کابل، ۳ هرات، ۱ کندهار، ۴ ننګرهار، ۲تخار، ۱ هلمند، ۲ میدان وردګو، ۱ بدخشان، ۱فاریاب، ۱ ارزګان او ۴ په نورستان ولایت کې ثبت شوې دي.