د پاکستان لوی درستیز وايي چې پاکستان د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د دوحې تاریخي هوکړې ته زمینه برابره کړه.
جنرال قمر باجوه زیاته کړې د پاکستان په هڅو دغې رامنځته شوې هوکړې د افغانانو ترمنځ خبرو ته لار پرانیستې ده.
نوموړي چې اسلام اباد کې یوې امنیتي ناسته کې خبرې کولې، ویلي دي چې د افغانستان د سولې بهیر کې د پاکستان ونډه د دغه هېواد نیک نیت او د نړیوالو او اخلاقي دندو په تړاو یې درک ښیې.
هغه څرګنده کړې چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهیره د هراړخیز ملاتړ ترڅنګ له دغه هېواد سره د سوداګریو په تړاو هم بې مخینه ګامونه پورته کړي دي.
د پاکستان لوی درستیز له هند سرهم خپلې اړیکې د اسیا سویل پرمختګ لپاره مهمې بولي، خو زیاتوي چې د دغه کار لپاره باید د هند کشمیر کې حالت ښه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د مسکو په ناسته کې د روسیې، امریکا، چین ترڅنګ پاکستان هم ګډون کړی وه او دغو هېوادونو د افغانستان په تړاو ګډه اعلامیه هم خپره کړه.
مسکو ناسته کې څلورو مهمو ګډون کوونکو هېوادونو په ګډې اعلامیې کې وویل چې دوی افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا راتګه ملاتړ نه کوي.
دوی همداراز هېواد کې د بشري حقونو، د ښځو او لږکیو د حقونو پر خوندیتوب ټينګار کړی دی.