د هلمند ولایت امنیتي مسوولین وايي چې د طالبانو برید پایله کې د سنګین ولسوالۍ د امنیه قومندان، عبدالمحمد په ګډون درېیو سرتېرو ژوند بایللی دی.
د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، زمان همدرد څرګندوي پر پولیسو برید تېره شپه(جمعه د وري په ۶مه نېټه) د لښکرګاه ښار ۶۰۱ نمبر لویې لارې په اوږدو کې د افغان ځواکونو پر کنډک شوی دی.
ښاغلی همدرد وايي چې د طالبانو برید په شا تمبول شوی او د افغان ځواکونو ځوابي برید کې ۱۵ طالب وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د امنیتي بنسټونو د معلوماتو له مخې په وروستیو څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد په شاوخوا شلو ولایتونو کې د امنیت ضد پېښې او د طالبانو بریدونه شوي دي.
له دې منځه د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې پوستې په موټر بم برید کې درې سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د هلمند په ګاونډ کندهار کې د پولیسو پر یوه هاموې موټر د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې درې پولیس وژل شوي دي.
بل خوا بادغیس کې د استوګنې پر یوه کور د هاوان د یوې ګولۍ د راپرېوتو له امله دوه ماشومان او یوه ښځه وژل شوي دي.