له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له بشپړو وتو وروسته ترکي ځواکونو ته د حامد کرزي نړۍوال هوايي ډګر د امنیت د ټينګښت د مسوولیت سپارلو په هکله د رپوټونو له خپرېدو وروسته، د افغانستان د هوايي چلند خپلواکه اداره وايي چې دغه موضوع تر څېړنې لاندې ده.
دغه اداره وايي، د حامد کرزي د نړۍوال هوايي ډګر امنیتي طرحه د بشپړېدو په حال کې ده او ډېر ژر به اعلان شي.
د ملکي هوایي چلند اداره وایي چې افغان حکومت به د دغه هوایي ډګر د امنیت د ساتلو په تړاو خپله پرېکړه اعلان کړي.
د ملکي هوایي چلند اداره ډاډ ورکوي چې د ناټو قرادادیانو له وتلو وروسته افغانستان په خپلواکه توګه د هوایي چلند د عملیاتي خدمتونو د وړاندې کولووړتیا لري.
د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې د پلان او پالیسۍ مرستیال حسیب الله سروش څرګندوي:«موږ په خپلواکه توګه کولای شو چې په خپلو هوايي ډګرونو کې د هوايي چلند عملیاتي خدمتونه تامین کړو.»
بلخوا په کابل کې هم ځينې سیاستوال نیوکه کوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له بشپړو وتو وروسته د ترکي ځواکونو له خوا د حامد کرزي د نړۍوال هوايي ډګر د امنیت د تامین څرنګوالی باید د امریکا او طالبانو ترمنځ په هوکړه لیک کې ځای پر ځای شوی دی.
د افغانستان د ملي پېوستون د نهضت رییس سید اسحاق ګیلاني په دې هکله وايي:«دا فکر به یې هغه وخت کړی وای چې له طالبانو سره په مذاکره وو او له بده مرغه چې په هغه وخت کې یې ډېره بیړه وکړه.»
د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند رحمت الله اندړ څرګندوي:«افغانستان زموږ دی او د هغه ساتل هم زموږ دایمي مکلفیت دی.»
بلخوا طالبانو د ترکیې له لوري د کابل د هوایي ډګر د امنیت ساتنې د دوام په تړاو د رپوټونو په غبرګون کې دغه کار په خپله د افغانانو د مسوولیتونو یوه برخه بللې ده او ویلي یې دي چې د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام ورته د منلو نه دی.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه د روان زیږدیز کال د مې میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شو. د مهال وېش له مخې، ټاکل شوې ده چې بهرني ځواکونه د روان کال تر سپټمبر میاشتې په بشپړه توګه ووځي.