طلوعنیوز ته سرچینې د دې پخلی کوي، چې د پکتیا زرمت ولسوالي په پوره توګه د طالبانو لاسته لوېدلې ده. د زرمت ولسوال بیا وايي ۵۰ ورځې د ولسوالۍ او امنیې قومندانۍ ودانۍ کلابندې وې، چې اوس یې طالبانو ته پرېښودې.
د زرمت د ولسوال په وینا مرستندوی ځواکونه پر وخت ور و نه رسېدل، نو ځکه یې د ولسوالۍ ودانۍ پرېښوده.
د زرمت ولسوال عبدالرحمان زرمتي ویلي:«د یو کم پنځوس ورځې محاصرې څخه وروسته د زرمت ولسوالۍ سقوط وکړ. د سقوط لاملونه یې زیات دي خو موږ ته کومک ونه رسېد. مونږ بار بار له والي او وکیلانو سره خبرې وکړې خو چا عملي ګام وانخیست.»
د پکتیا ولایتي شورا رییس هم تاییدوي چې، تېره شپه د زرمت ولسوالۍ څخه د ځینو قومي مشرانو په منځګړیتوب د ملي اردو سرتیري وتلي.
د پکتیا د ولایتي شورا رییس عبدالمالک ځاځي ویلي:«تاسو ښه پوهیږئ چې جنګ د نظامیانو کار دی چې باید له مسوولینو څخه پوښتنه وشي. چې له دومره نظامي تجهیزاتو او پرسونل څخه کټه نه اخلي او د دوښمن پر وړاندې خپل مورال
خرابوي چې دا کار د شلو کلونو لاسته راوړنو سره خیانت دی.»
په دې هکله د پکتیا د ولایتي شورا یوه غړي تاجمحمد منګل ویلي:«که چېرې مرکزي حکومت د پکتیا وضعیت په اړه اجراات ونهکړي نو مرکز ګردیز به هم سقوط شي.»
په ولسي جرګه کې د پکتیا ځینې استازي د ولسوالیو په سقوط کې نظامي مسوولین په بېغورۍ تورنوي.
د ولسي جرګې یوه غړي ابراهیم غښتلي ویلي:«د زرمت ولسوالۍ سقوط شوې ده او په دغه ولسوالۍ کې وضعیت کړکچین دی.»
عام خلک هم په ولایتي چارواکو نیوکه کوي.
د پکتیا ولایت یوه اوسېدونکي سید جمالالدین اصفخېل ویلي:«د ولایتي ادارې بې غوري او ضعیفه مدیریت ددې لامل شو چې د پکتیا ستراتیژیکه او مهمه ولسوالۍ هم سقوط شوه.»
د پکتیا ولایتي مسوولین په دې اړه څه ویلو ته نه حاضریږي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د زرمت ولسوالۍ د نیولو خبره تاییدوي.
پکتیا ولایت څوارلس ولسوالۍ لري چې له منځه یې جانيخېل، ډنډپټان، اریوب ځاځي، احمدخېل، لژهمنګل، میرزکه، روحانيبابا او زرمت ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي خو احمد ابا ، سیدکرم، وازې ځدراڼ ، شواک او ګردهڅېړۍ ولسوالۍ د حکومت په واک کې دي .
په دې اړه مو اندونه