هندوستان ټایمز ورځپاڼې د پرون دوشنبې ورځې خپل یوه رپوټ کې لیکلي چې، د هند بهرنیو چارو وزیر، اېس جي شنکر به روسیې ته سفر وکړي او روسي چارواکو سره به پر افغانستان خبرې وکړي.
رپوټ کې راغلي چې د هند او روسیې د کلنۍ غونډې په ګډون جګپوړو روسي چارواکو سره غونډو کې به افغانستان د بحث اوله موضوع وي.
هندوستان ټایمز د څو سرچینو په حواله لیکلي چې روسیه، هند د افغانستان وضعبت ته په همغږې توګه ځواب کې مهم لوبغاړی ګڼي.
تر اوسه په رسمي توګه روسیې ته د هند د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په هکله څه نه دي ویل شوي.
خو رپوټ کې راغلي چې دا سفر تېر اپریل کې، هند ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سفر په تعقیب دی.