تونس په تېره یوه لسیزه کې د ولسواکۍ له اړخه یوه کړکېچ سره مخامخ دی او دا وروسته له هغې چې د کورونا کمزوري مدیریت له کبله له پراخو لاریونونو وروسته، د تونس ولسمشر قیس سعید، د دې هېواد لومړی وزیر له دندې ګوښه او پارلمان یې منحل کړ. هغه څه چې د سعید مخالفانو یوه کودتا بللې ده.
پرون ناوخته یوه بیان کې د تونس ولسمشر قیس سعید وویل، چې لومړی وزیر هشام مشاشي یې له دندې ګوښه او پارلمان یې د ۳۰ ورځو لپاره منحل کړی او دی ( قیس سعید) به له نوي لومړي وزیر سره کار ته دوام ورکړي.
دا کار وروسته له هغې وشو، چې کورونا سره مبارزه کې د حکومت د چلن خلاف لاریونونه وشول.
لاریونوالو د حاکم ګوند خلاف او د پارلمان د منحلولو شعارونه ورکول.
ځینې لاریونوال د حاکم ګوند پر دفتر ورغلي وو او د توکو په ویجاړۍ یې لاس پورې کړی وو
د جنبشالنهض مشر راشد غنوشي د تونس د ولسمشر دغه اقدام غندلی دی او د انقلاب او اساسي قانون خلاف کودتا یې بللې ده.
ښاغلي غنوشي ویلي:«زموږ په نظر د لومړي وزیرۍ او پارلمان بنسټونه پر خپل ځای دي او د النهضه او د تونس د خلکو ملاتړي به، له انقلابه دفاع وکړي.»
لس کاله وړاندې تونس کې انقلاب وشو، چې په عربي نړۍ کې د سیاسي بدلون پیل و او دغه انقلاب ته یې د (عربو پسرلی) نوم ورکړی وو.
دمګړۍ په تونس کې د اقتصادي ننګونو او د کورونا پراخېدو کړکېچ دی.