د افغانستان د کرېکټ بورډ مسوولانو پرون (شنبه د زمري په ۱۶ مه) کابل کې، د کرېکټ ملي لوبډلې هغو لوبغاړو سره وکتل، چې ټاکل شوې راتلوونکې میاشت (سپټمبر) کې د پاکستان لوبډلې سره لوبې وکړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کرېکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي لوبغاړو ته سپارښتنه کړې، چې پاکستان لوبډلې سره په پوره "هېوادني احساس" لوبه وکړي.
د کرېکټ بورډ د خبرپاڼې پر بنسټ، ښاغلي یوسفزي لوبغاړو ته ویلي:"زمونږ د ټولو موخه بریا ده، نو په همدې اساس یووالی او ګډ کار مونږ بریالیتوب ته رسولی شي."
ټاکل شوې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله راتلوونکې میاشت (سپټمبر) کې د پاکستان کرېکټ لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.
تېره میاشت جولاي کې افغان کرېکټ بورډ د هغو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ، چې د کرېکټ د نړۍوالې شورا د غوره لیګ سیالیو په لړ کې، له پاکستان لوبډلې سره مخامخېږي.
له لوبغاړو سره پرونۍ کتنه کې د افغانستان کرېکټ بورډ مشر ویلي، چې لوبغاړي به مثبتې انګیزې سره سیالۍ ته دانګي او د بري تمه لري.
ښاغلي یوسفزي ویلي:"تېره ورځ مې ولسمشر غني سره ناسته درلوده چې ولسمشر هم ستاسې د بریاوو قدرداني وکړه او د نورو بریاوو او لاسته راوړنو هیله یې څرګنده کړه."
لوبغاړو ته خبرو کې د کرېکت بورډ اجرایي مشر حامد شینواري ویلي، چې راروانې لوبې مهمې دي او هیله لري چې لوبغاړي به ښه وځلېږي.
د افغان کرېکټ لوبډلې لوبډلمشر مشر حشمت الله شهیدي ویلي:"د افغانستان سربېره به په سریلانکا کې زمونږ غوره چمتووالی ددې باعث شي چې له مثبتې روحیې سره لوبغالي ته لاړ شو او هېوادوالو ته خوښي ورکړو "
افغان لوبډله په کور دننه چمتووالي سربېره، ډېر ژر سریلانکا ته تلوونکې ده، چې د پاکستان لوبډلې سره سیالۍ ته نور تیاری هم ونیسي.